د نشه توکو پر وړاندی د مبارزی وزارت

د وزیر لنډه پیژندنه

 دجلالتمآب پوهنوال سلامت عظیمی لنډه پيژندنه

دنشه یې توکو پر وړاندې دمبارزې وزيره

آغلې سلامت ٫عظیمي٬ د محمد عظیم لور په کال1344 هجری شمسی دفاریاب ولایت د اندخوی ولسوالۍ په یوه روښانفکره کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې غړولي دي، خپلې لمړنۍ زده کړې يې په فاریاب ولایت کې تر سره کړي دي او په 1360 هجری شمسی  کال کې داندخوی ولسوالۍ دابومسلم خراساني له عالي لېسې څخه فارغه شوې ده.

وروسته له دې چې دلېسې څخه فارغه شوه نو د کابل پوهنتون دحقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ته یې لار پیدا کړه او په 1368 هجری شمسی کال کې یی د کابل پوهنتون څخه خپل دلېسانس سند تر لاسه کړی دی، البته دیادونې وړ ده چي آغلې عظیمي خپل دماسترۍ سند په 1393 هجری شمسی کال کې دپیام نور په نړیوال پوهنتون کې ترلاسه کړی دی.

آغلې استاد پوهنوال سلامت عظیمي ډیری کتابونه تالیف او لیکلي دي او ترڅنګ يې ورسره په ډیرو دولتي او نا دولتي ادارو کې دندې سرته رسولي دي، چې په لنډ ډول يې د وظایفو یادونه کوو.

دعدليي  وزارت دحقوقی او علمي تحقیقاتو دقانون ګذارۍ په انستیتوت کې دبین الدول دقوانینو او حقوقو مسلکي غړې، دبلخ پوهنتون دحقوقو او سیاسی علومو په پوهنځي کې استاده، دبلخ پوهنتون دعلمي شورا غړې، دبلخ پوهنتون دعلمي کادر غړې او د حقوقو او سیاسي علومو دپوهنځي معاونه، تر څنګ یی دعلمي شورا غړې او دحقوقو او سیاسي علومو په پوهنځي کې دتضمین او کیفیت غړې، دخصوصي او جزا دحقوقو د دیپارتمنت آمره.

همدا راز په 1381 هجری شمسی کال کې په اضطراري لویه جرګه کې دبلخ پوهنتون منتخبه استازې، په 1389 هجری شمسی کال کې دصلحی په ملي مشورتي جرګه کې دبلخ دخلکو استازې، ددی ترڅنګ یې په 1390 هجری شمسی کال کې دبلخ ولایت څخه په عنعنوي لويه جرګه کې دخلکو استازې او په 1395 هجری شمسی  کال کې دمشورتي لویی جرګې غړی چې دامریکا دمتحده ایالاتو سره دامنیتي او دفاعي تړون د لاسلېک په خاطر جوړه شوې وه.

همدا راز په 1392 هجری شمسی کال کې  دافغانستان په شمال کې د بشري حقوقو په خپلواک کمیسون کې دماشومانو دحقونو غړې، دبلخ ولایت دحقوق پوهانو د ټولنې غړې، داریانا ټولنې دحقوق پوهانو رییسه او ورسره څنګ کې دبلخ ولایت دښځېنه حقوق پوهانو او متخصیصنو مسووله.

آغلې عظیمي دهیواد په مختلفو سیاسي شرایطو او حالاتو کې په افغانستان کې پاتي شوي او په ډېر صادقانه ډول يې د افغانستان وګړو ته خدمتونه او هلي ځلي کړي دي.

استاد پوهنوال سلامت عظیمي په لس هاوو زیاتو سیمینارونو، کنفرانسونو او ورکشاپونو کې برخه اخستي، چې مختلف موضوعات یې درلودل: دظرفیت جوړونې، دښځوحقوق دهیواد دنافذه قوانینو مطابق، دښځو دسیاسي مشارکت حق، اداره او پالیسي، ښه حکومتوالي، دماشومانو حقوق، بین المللی کنفرانسونه، دبشري حقونو نړیواله اعلامیه او دښځو او ماشومانو حقونه داسلام له نظره چې دهیواد په داخل او بهر له هیواده جوړ شوي وو برخه اخستی ده.

استاد واده کړی او د واده ثمره يې دوه زامن او درې لورګانې دي، مورنې ژبه یې اوزبیکي ده او دهیواد په دواړو ملی او رسمي ژبو خبرې کوی او ترڅنګ يې د انګلیسی ژبې سره هم بلدیت لری.

الحاج استاد پوهنوال سلامت عظیمي دجمهور رییس د ۵ کڼه فرمان له مخې چې په 1/2/1394 تاریخ ورکړل شوی دنشه یی توکو پر وړاندې دمبارزې د وزیرې په حیث ټاکل شوی ده.