هلمند ولایت ته تللي پلاوي دبٌست له تصدۍ څخه لیدنه وکړه

د ۱۳۹۵\۰۱\۱۱ نیټه د نشه یي توکو پروړاندې دمبارزې وزارت پلاوي دپالیسۍ او همغږۍ دمرستیال په مشرۍ د هلمند ولایت د بُست دتصدۍ له مختلفو برخو لیدنه وکړه، پدې لیدنه کې دبُست دتصدۍ اداري او تخنیکي پرسونل د تصدۍ ټول اړخونه تللي پلاوي ته په پوره ډول سره تشریح کړل، چې تر دې دمه نوموړې تصدي خودکفاء وښودل شوه.

همدا راز دوی په خپلو وړاندیزونو کې دا وویل، چې دنشه یی توکو پر وړاندې دمبارزې وزارت ورسره د دوه پایو لویو جنراتورونو وعده کړې وه، ولې تر اوسه ندي رسیدلي او هم دوی وړاندیز کړی وو، چې دقطی بندۍ یوه وړه دستګاه ورته تهیه او خریداري کړي، همدارنګه وړاندیز یې وکړ، چې د وزیرانو شوراء له خو بند شوی دپختې ازاده خریدارۍ موضوع دې ورته حل کړي.