خوست ولایت ته دنشه یی توکو پر وړاندې دمبارزې وزیرې او ورسره تللي پلاوی سفر

پوهنوال استاد سلامت (عظیمي) دنشه یی توکو پر وړاندې دمبارزې وزیره او ورسره تللي پلاوي دولایتی اداري سره د لا همغږئ او اړیکو دلا ښه والي لپاره دخوست ولایت ته سفر وکړ او هلته یی د(GPI) دښو کړنو څخه دتقدیر دیوې سترې پروژې ( دخوست ولایت دځوانانو ملی پارک) افتتاح وکړه.

دخوست ولایت دځوانانو ملی پارک چې لرونکی دیو مسجد دماشومانو دلوبو سامان او یو لوی حوض هم وجود درلوده.

آغلې عظیمي په هغه پروګرام چې په خوست ولایت کې دیوې سترې او عام المنفعه پروژې افتتاح کوله وویل: چې دنشه یی توکو پر وړاندې مبارزه دهر وګړي ایماني او وجداني دنده ده، نن دخوښئ  ځای دی چې دخوست ولایت یو له هغو ولایتونو دی، چې مونږ پرې ویاړ کولای شو، چې دکوکنارو له کښت څخه پاک دی او دکوکنارو کښت په خوست ولایت کې صفر دی.

دنشه یی توکو پر وړاندې دمبارزې وزیرې دخوست ولایت دمحلي اداری څخه او دخوست د قدرمنو ولسونو څخه ددوي د ښو او هر اړخیزه همکاریو له وجهي د حکومت او مرکزی اداري سره  ځانګړي مننه وکړه.

استاد عظیمي وویل، دافغانستان اسلامي جمهوري دولت قاطع اراده لري تر څو دنشه یی توکو پر وړاندې جدي مبارزه وکړي او هغه څوک چې دکوکنارو کښت، تولید او قاچاق کوي دولت به ورسره قانوني برخورد وکړي.

وروسته له ښه راغلاست نه دخوست والی ددې ولایت په استراتیژیک موقعیت خبری وکړي او په دې ولایت کې یی دکوکنارو په کښت او تولید خبری وکړی او زیاته یی کړه، چې شکر الحمدالله خوست ولایت یو دهغو لایتونو څخه دي، چې کوکنار په کې صفر دی او خو دا چی شریکه پوله لرو نو د قاچاق څخه یی سترګي نشو پټولی، په زرګونو لیتره نشه یی مواد مو نیولی او سوزولی مو دي.

خوست والی په خپله وینا کې وویل، چې ډیر څه نه وایم ددې بدې او شومې پدیدې پر وړاندې الله تعالی ویلی چی تر ټولو بدترین او خراب عمل دي، ددې پر وړاندې مبارزه یواځې ددی وزارت دنده نده او دا دهر وګړي دنده ده چی پر وړاندی یی مبارزه وکړي او مننه یی وکړه چی په دی حساسو شرایطو کی مو خوست ته تشریف راوړ.

په تیرو دیارلسو کلونو کی (۱۲) پروژی تطبیق او ګټې اخستنې ته سپارل شوي دي (۴) نورې پروژې تر کار لاندی دی.

په خوست ولایت کې امنیت تامین دی او دخوست ټول ولسونه دخپل مرکزی دولت ملاتړ کوی او دخپل مرکزی دولت څخه دلا همکاریو هیله کوي، ورسره د ولایتي شورا ریس عبدالولی واحدزی هم خبری وکړی او دایی وویل چی خوست ولایت ته ستاسو زمینی راتګ ددې ښکارندوي کوی چې په خوست ولایت کی امنیت تامین دی او دبدیل معیشت په برخه کې یی د لا همکاریو هیله څرګنده کړه، ترڅو خوست ولایت دنورو ولایتونو په پرتله یو سمبول وي.