ننګرهار ولایت ته د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې وزیرې او ورسره تللي پلاوی سفر

دنشه یی توکوسره دمبارزی وزارت وزیرې جلالتمآب پوهنوال سلامت عظیمی د یو پلاوی په ملتیا ننګرهار ولایت ته په یورسمی سفر تللې وه،‌ چی په دی پلاوی کی ورسره دمقام ددفترریس الحاج نذیرقل,دولایاتودهمغږی ریس محمدهمایون فیض زاد سربیره دوزارت تخنیکی ټیم دکار,اموراجتماعی, شهیدانو او معلولینو وزارت د کار معین احمدشاه صالحی ورسره وو. لمړی د ننګرهار قدرمن والی سلیم خان کندزی سره ناسته وکړه او په ننګرهارکی یی دنشه یی توکودکشت,استعمال اوقاچاق د مخنیوی په رابطه تفصیلی خبری وکړی چی په ترڅ کی دننګرهار والی جلالتماب وزیری صیب ته هرکلی اوښه راغلاست ووایو او هم دنشه یی توکوسره د مبارزی په  برخه کی خپل تعهد وکړاودنشه یی توکوسره مبارزه یی خپل لومړیتوب وګاڼه. وروسته یی په هغه غونډه کی اشتراک وکړچی دنشه یی توکوسره دمبارزی. په مورد جوړه شوی وه چی په سرکی دننګرهار مرستیال محمدحنیف ګردیوال خبری وکړی اودنشه یی توکوسره دمبارزی وزارت نه یی مننه وکړه چی په ننګرهار ولایت کی یی په بیلابیلوبرخوکی تطبیق کړی. د اجنډا سره سم احمدشاه صالحی هم دموضوع په اړوندخبری وکړی. په اخیرکی دنشه یی توکوسره دمبارزی وزیری جلالتماب سلامت عظیمی تفصیلی ویناوکړه اودننګرهار ولسونونه یی غوښتنه وکړه چی دنشه یی توکوسره دمبارزی په برخه کی خپل مسولیت اداکړی اوخپله ټولنه وژغوری. دغونډی دختمیدونه وروسته وزیرصیب هغه کمپلیکس افتتاح کړچی د نشه یی توکو سره د مبارزی وزارت د ښو اجراتو د تقدیرد برنامی نه د څلورمیلیونه امریکای ډالرپه ارزښت د فارم هډی په ساحه کی جوړشوی دی چی د معتادینو د تداوی ترڅنګ په کی معتادینوته د کسب زده کړه او د قسماقسم سپورتی لوبو د پاره په کی ځایونه هم جوړشوی دی. وروسته د کمپلیکس د افتتاح نه د کار اواموراجتماعی ریاست دبعضی پروګرامونونه لیدنه وکړه. په اخیرکی یی دننګرهاروالی سلیم خان کندزی,مرستیال والی محمدحنیف ګردیوال اود نشه یی توکوسره دمبارزی رییس محمدادریس صافی او د ننګرهار ولایت د قدرمن والی او مرستیال او نورو کسانو  کړنی تقدیرکړی.