هرات ولایت ته دنشه یی توکو پر وړاندی دمبارزې وزارت د پلاوی دسفر راپور

دکوکنارو دکښت د فزیکی لمنځه وړلو او د ۱۳۹۵ـ ۱۳۹۶ کلونو د تخریب لپاره جوړ شوی پلان دغرب زون د والیانو سره دشریکولو او دښه تطبیق په موخه جوړ شوی کنفرانس.

 دقوس دمیاشتی په دیرشمه نیټه دهرات ولایت په کوربه توب دغور، بادغیس، نیمروز، فراه او خپله دهرات ولایت والی او د یادو ولایتونو والیانو دکوکنارو د فزیکی لمنځه وړلو لپاره جوړ شوی کنفرانس کی، چي په ارګ هوتل کی جوړ شوی وو ګډون کړی وو.

 

په شروع کی د هرات ولایت دنشه یی توکو پر وړاندی دمبارزی ریس ټولو میلمنو ته ښه راغلاست او هرکلی وویلو .

ورپسی دهرات ولایت والی محمد اصف ٫٫ رحیمی٬٬ هم ټولو میلمنو ته ښه راغلاست او هرکلی د هرات ولایت ته او خصوصآ دغرب زون ته.

دیر خوښ یم چی یاد کنفرانس په هرات ولایت کی دایر شوی دی دنشه یی تو کو پر وړاندی دمبارزی وزارت څخه مننه کوم، چی دکوکنارو د فزیکی لمنځه وړلو دتخریب لپاره د جوړ شوی پلان دتطبیق او شریکولو په موخه دهرات ولایت په کوربه توب  کنفرانس جوړ کړی دی.

امید وار یمه دا کنفرانس په غرب زون کی مثبتي پایلی ولری، د کوکنارو دکښت او قاچاق په اړه یی دهرات ولایت په نماینده ګی خبری وکړی زیاته یی کړه چی دهرات ولایت په دوه ولسوالیو کی دکوکنارو کښت شته(شینډنډ او ادرسکن) خو هرات ولایت یو له هغو ولایتونو څخه دی چی دکوکنارو کښت په کی د نورو ولایتونو په نسبت یو اندازه کم دی، دخپلو ټولو هغو لاسته راوړنو چی په هرات ولایت کی یی تر لاسه کړی لنډ ګزارش وړاندی کړه.

یو دوه سوه بستریز دښځینه معتادینو لپاره کمپلکس د خیریه بنسټ لخوا هرات ولایت کی جوړ شوی او همدا رنګه مو په مختلفو اداراتو کی د مخدره توکو پر ضد دمبارزی په برخه کی جلسات نیولی دی .

دوه نوری پروژی د GPI په مالی مرسته هم په هرات ولایت کی جوړی او ګټی اخستنی ته سپارل شوی.

د هرات ولایت دهقانان او عام وګړی یی د ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان دی.

۱: فقر او بیکاری

۲: امنیتی مشکلات او د مخالفینو ډیروالی

۳: دحاصل د راټولولو په وخت کی دبیی ټیټوالی

۴: دبدیل معیشیت دپروسی سستوالی

۵:‌ د معتادینو لپاره دکار نشتوالی

په هرات ولایت کی په حدود د(۴۰۰۰۰ ) روږدی کسان شتون لری.

د کوکنارو دتخریب او لمنځه وړلو لپاره لاندی شیانو ته ضرورت دی ا و باید په خپل وخت باندی اماده وی

۱:‌مالی منابع باید پخپل وخت سره مهیا وی .

۲: په ټولو ولایاتو کی دی دنشه یی توکو پر وړاندی مبارزه یوشان تطبیق شی .

۳: د پانګوالو توجه جلبول.

۴:‌عامه پوهاوی او تبلیغات دی نور هم ګړندی شی.

ورپسی دنشه یی توکو پر وړاندی دمبارزی وزارت دپالیسی او همغږی مرستیال جاوید احمد قایم خبری وکړی، ټولو میلمنو ته یی ښه راغلاست وویلو او دهرات ولایت د والی صاحب څخه یی مننه وکړه، چی په هرات ولایت کی یی ددی سترې غونډی او کنفرانس ملاتړ او کوربه توب وکړو او دټولو والیانو څخه یی هم مننه وکړه چی یاد کنفرانس یی زمونږ بلنه ومنله او ګډون یی وکړو .

جنګ ددی لامل شوی چی کوکنار او ټولی بدبختی په ګران وطن افغانستان پیدا شوی، نشه یی توکی د نامشروع اقتصاد او قساد لامل شوی.

دنشه یی توکو پر وړاندی دمبارزی وزارت په یوه کال کی د څلویښت زرو په حدود کی روږدی کسان کولای شی تداوی کړی .

اوس یوه برنامه د برنامه عمل ملی  په نوم جوړه شوی چی څلور برخی لری، معیشیت بدیل، اګاهی عامه،‌ تنفیذ قانون او تخریب فزیکی هر کال مونږ دتخریب پلان لرو او خوشبختانه د سږکال پلان دشورای امنیت نه هم پاس شو.

مبارزه تنها دحکومت لخوا امکان نلری بلکی یو بسیج ملی ته اړتیا ده تر څو مونږ ټول یی پر وړاندی مبارزه ونکړو نشو کولای دا شومه پدیده له منځه یوسو.

والی صاحبان دی هم خپل ضرورتونه ووایی تر څو وکولای شو په دغو ولایاتو کی کوکنار صفر کړو .

ورپسی هغه پریزنټیشن هم دجاوید احمد قایم لخوا نه وړاندی شو، چی د هرات، نیمروز، فراه، بادغیس او فراه ولایت دکښت سروی شوی وی او د تیر کال اندازه یی، عاید یی، تخریب یی او ټول معلومات ورکی راټول شوی وو ټولو ګډونوالو سره شریک شول او هغه اندازه ورته په کوته شوه چی د نشه یی توکو پر وړاندی دمبارزی وزارت یی دمنځه وړلو اراده لری.

په اخر کی د نشه یی توکو پر وړاندی دمبارزی وزارت لخوا نه هغو والیانو ته تقدیر نامی برابری شوی وی، چی په تیرو کلونو کی یی ښه تخریب کړی وو.

راز محمد راز رئیس ارکان قول اردو ظفر هم په خپل نوبت خبری وکړی او میلمنو ته یی ښه راغلاست وویلو او وروسته یی ددی یادونه وکړه، چی مونږ ټول پوهیږو د افغانستان ټول ولس ته کوکنار او نشه یی توکی ټول بشریت ته د سرطان او سونامی په څیر یو افت دی.

د ملی دفاع وزارت لخوانه مونږ ته هدایت شوی، چی دمواد مخدرو دکښت، تخریب او قاچاق مخنیوی وکړو دخپلو ټولو ملی پولیسو سره ملاتړ ته اماده یو او ټولو برخو ته مو لارښوونه کړی ده چی دخپلو ملی پولیسو سره حمایت او ملاتړ وکړی.

دمیزان په میاشت کی یو تعداد تروریستان پیدا شول او زمونږ زیاتره وګړی یی دغم په تغر کینول، (۵) فابریکی مو دمواد مخدر له منځه وړی دی او اراده لرو چی هغه دپروسس فابریکی هم له بینه یوسو، په میلیونونو دالرو زیان مو دښمن ته اړولی دی د خپلو ټولو افسرانو څخه مننه کوم او ملی پولیسو ته اطمینان ورکوم چی په ټولو برخو کی به مو ملاتړ کوو.))

عرفانی صیب او شهید زاده صیب دپارلمان دوه وکیلانو هم په خپل نوبت خبری وکړی او ددی شومی پدیدی پر وړاندی یی مبارزه یواځی ددی وزارت کار ونه باله او زیاته یی کړه چی دا یو ملی حرکت ته اړتیا لری.

دکوکنارو دی شومی پدیدی زمونږ دټولنی دټولو برخو لمن نیولی ملی پولیس، ملی اردو او ملی امنیت یواځی نشی کولای چی کوکنار او نشه یی توکی لمنځه یوسی مونږ ملت باید ورسره مرسته وکړو، علماء باید دمنبر د لاری خلکو ته تبلیغ وکړی، علماء کولای شی دخلکو خپلمنځی اختلافات هم دتبلیغ دلاری ور حل کړی .

ښاغلی شهید زاده زیاته کړه چی مونږ ټول پوهیږو چی دا هم دجنګ په څیر یوه توطیه ده، چی ددی سره خواکی فساد، ناامنی او رشوت تول تړلی دی.

هر افغان چی کله نورو هیوادونه ته سفر کوی په چیک ځایونو کی ورسره ډیره بده وضعه کیږی، څوک چی معتاد شی هغه نور د انسانیت له چوکاټه خارج شی، دکوکنارو دکښت لپاره باید یو قانون جوړ شی او هر چا چی کوکنار وکرل باید جریمه او که بیا یی تکرار وکرل باید ځمکه یی ورنه واخیستل شی.

دبدیل لپاره باید فابریکی جوړی شی یوه ملی انګیزه باید پیدا شی زمونږ دخلکو سره، دبدیل لپاره باید فابریکی جوړی شی.

ورپسی دفراه والی هم خبری وکړی (( مواد مخدر یوه پدیده ده چی په ټولو ادیانو کی حرامه بلل شوی، څوک یی چی استفاده کوی څوک یی چی قاچاق کوی او څوک تری ګټه اخلی دا ټول حرام دی او خدای ج په ټولو باندی لعنت ویلی دی .

بیکاری، فقر ددی اصلی لامل دی ترڅو مو چی زراعت میکانیزه نشی او دخلکو غریبی او فقر لمنځه لاړ نشی مواد مخدر نشو کولای داسی په اسانه لمنځه یوسو .

د دهقانانو لپاره دمارکیت نشتوالی هم یوه ستره ستونزه ده، سره ددی چی مونږ په فراه ولایت کی دکوکنارو کښت کم کړی خو په تیرو دولسو کلونو کی مونږ دوه نیم میلیونه دالر مرسته تر لاسه کړی ده، په تیرو دوو کلونو کی مو دوه سوه جریبه ځمکه په ګلخانو باندی بدله کړی ده خو په ټوله کی مونږ دمرکزی دولت هر امر ته تابع یو او انشاالله مونږ به له تاسی سره په دغه برخه کی پوره همکاری کوو.

دبادغیس والی ښاغلی محمد انور اسحق زی هم خبری وکړی او دخپل ولایت وضیعت یی وړاندی کړه او د (۹۰) جریبه ځمکی دتخریب یادونه یی وکړه چی په تیر کال کی مو دکوکنارو دکښت څخه پاکه کړی ده، دمختلفو نشه یی موادو ګرفتاری یی یاده کړه چی په بادغیس ولایت کی مو نیولی او دقانون منګولو ته مو سپارلی دی.

دبادغیس ولایت تر اوسه کوم رسمی رئیس نلری، د بادغیس ولایت سره هیڅ کمک ندی شوی (۹۰) جریبه ځمکه تخریب شوی خو په هماغه ورځ ماهواره خرابه وه.

عمده ستونزی

د امنیت نشتوالی

فقر او بیکاری

دعامه پوهاوی نشتوالی

دقاچاقچیانو د لارو خلاصوالی

دغور ولایت والی ښآغلی غلام ناصر خاضع هم خبری وکړی تر ښه راغلاست وروسته یی یادونه وکړه چی د غور ولایت هیڅ نوعه زیر بنایی پروژی نلر ی یوه فوق العاده شکسته اراضی لری، په غور ولایت کی ډیره کمه اراضی کوکنار لری، په غور ولایت کی اصلآ دحلال کښت لپاره ځمکه نشته کومه پروژه دکانال تر اوسه پوری تطبیق شوی چی مونږ کښت ولرو زمونږ ټول فصلونه للمی دی او دباران پواسطه خړوبیږی زه په داسی یو نوعه ولایت کی مدیریت کوم چی اصلآ هلته هیڅ نوعه عامه پوهاوی .

نا امنی، فقر او بیسوادی هغه فکتورونه دی چی زمونږ د ولایت خلک ورسره لاس او ګریوان دی.

ورپسی دنیمروز مرستیال والی هم خبری وکړی نیمروز ولایت یو دهغو ولایتونو دی چی ددوو نورو هیوادونو سره مواصلاتی لاری لری او یو دهغو لایتونو څخه دی چی اصلآ دڅښلو اوبه نلری د طالبانو او ناامنیو له وجهی په بعضو ولسوالیو کی دکوکنارو کښت شتون لری دکوکنارو دتخریب پیسی په خپل وخت ندی رارسیدلی او دتخریب لپاره امنیتی ارګانونو زمونږ حمایت ونکړو .

بعد دغرمی ګروپی کارونه پیل شول او هر ګروپ په ځپل نوبت سره دخپل ګروپ په نماینده ګی یو نفر خپل ضرورتونه وویل او دمرستو غوښتنه یی وکړه چی د ماذیګر په څلورو بجو دکوکنارو دتخریب دلمنځه وړلو او دپلان دشریکولو یاد کنفرانس پای ته ورسیده .