د پالیسۍ او همغږۍ معین

 

د ډاکټر جاويد احمد قايم لنډه پیژندنه

ډاکټر جاويد احمد قايم د ډاکټر عمراحمد قايم زوی په ۱۳۵۹ کال کې د هلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. ډاکټر قايم د هېواد د ځوانو علمي، تخنيکي او مديريتي کدرونو له ډلې څخه دی چې په بېلا بېلو برخو لکه بشري سرچينې، د مديريت بدلون، اقتصادي وده او پرمختيا کې يې کار کړی دی او دغه راز د کابل پوهنتون د پاليسي او عامه مديريت د برخې استاد پاتې شوی دی.

ډاکټر جاويد  احمد قايم په ۲۰۰۷ کال کې د کابل له طبي پوهنتون څخه فارغ شوی دی. خپله لومړۍ ماسټري يې د سوداګرۍ په مديريت کې په ۲۰۰۸ کال د پاکستان له پرسټن پوهنتون څخه ترلاسه کړې ده.

دويمه ماسټري يې په ۲۰۱۲ م کال کې د امريکا له اريزونا ايالتي پوهنتون څخه په اداره او عامه پاليسي کې ترلاسه کړې ده البته دغه ماسټري يې د فولبرايټ له بورس څخه په استفادې ترلاسه کړې ده.

له دې وروسته يې په ۲۰۱۳م کال کې د پروژو په مديريت او پرمختيا کې د امريکا له نړيوال انسټيټوټ څخه نړيوال سرټيفيکټ ترلاسه کړ،  په ۲۰۱۳ م کال کې يې د هندوستان له حيدر آباد پوهنتون څخه د کليو د پرله پسې پرمختيا په څانګه يو کلن سند ترلاسه کړ او بالاخره په ۲۰۱۵ کال کې يې وکولای شول چې د اقتصادي ودې او پرمختيا په څانګه کې د ايټاليا له تورين پوهنتون څخه خپله بله ماسټري ترلاسه کړي.

کاري تجربه:

ډاکټر جاويد احمد قايم خپل کاري ژوند  په کابل سنټر کې د انګريزي ژبې له استادۍ څخه پيل کړی دی چې وروسته يې د څه وخت لپاره په بي بي سي او پژواک خبري آژانس کې هم کار وکړ، د ۲۰۰۶م  کال په جنوري میاشت کې د ملي پيوستون د پروګرام د بشري سرچينو آمر و ټاکل شو، له دې وروسته د   ۲۰۰۷ م کال په وروستيو کې د ايشا فونډېشن له لوري په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د بشري سرچينو د مشاور په توګه مقرر شو، چې د ۲۰۰۸ کال تر وروستيو پورې پر همدې دنده پاتې شو. د ۲۰۰۸م  کال په ډيسمبر کې د ظرفيت د لوړولو او بشري سرچينو په برخه کې د کرنې،اوبو لګونې او مالدارۍ د وزير سلاکار وټاکل شو، چې  وروسته د ۲۰۰۹ کال په جون کې د ازادې سيالۍ له لارې د کرنې وزارت د بشري سرچينو د رييس په توګه وټاکل شو.

د ماسټري له ترلاسه کولو وروسته لومړی د مديريت د بدلون د پروګرام د همغږي کوونکي په توګه او وروسته د کرنې وزارت د کرنيزو عواملو د توليد د پروژې د رييس  په توګه و ټاکل شو.

ډاکټر قايم په ۲۰۱۳م  کال کې د ازادې سيالۍ له لارې د کرنې وزارت د پلان، پاليسي او د پروژو د همغږۍ د عمومي رييس په توګه وټاکل شو.

ښاغلی قایم د ۱۳۹۴ ه.ش کال د دلو د میاشتې په ۲۲ نیټه  د جمهوری  ریاست د ۲۳۳۷ گڼه فرمان په بنسټ د نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د پاليسي او همغږۍ د مرستيال په توګه ګمارل شوی.

په کرنه وزارت لاسته راوړنې

په کرنه وزارت کې د ډاکټر قايم يوه مهمه لاسته راوړنه دا وه چې دغلته يې د قرارداديانو په توګه د ځوانو کدرونو د جلب او جذب لپاره پاليسي جوړه کړه، چې د کرنې وزارت د هېواد د نورو ادارو په توګه لوړ او  پياوړي ظرفيت ته اړتيا لرله او دغه ظرفيت د دولتي معاش له لارې په سخته لوړېده، ځکه نو د قرارداديانو په شکل ورته له ازاد بازار څخه پياوړي کدرونه را جذب کړای شول، خو د دې لپاره چې په اوږد مهال کې وزارت پر خپلو داخلي کدرونو باندې تکيه وکړي نو د قراراديانو د جذبولو تر څنګ د ملکي خدماتو د مامور پر ظرفيت لوړولو هم تمرکز وشو، چې پر همدې بنسټ د ملکي خدمتونو د کمېسيون له لوري تر ټولو مخکې په کرنه وزارت کې د رتب او معاشاتو سيسټم پلی شو او دا بهير د ډاکټر قايم تر مشرۍ لاندې پرمخ ولاړ.

پر دې سربېره د ډاکټر قايم د رياست پر مهال په لومړي ځل په مرکز او ولايتونو کې د کرنې او وټرنري ۱۸۰۰ بستونه چمتو او اعلان شول چې ټولو بستونو ته وړ او پياوړي کدرونه جذب شول.

يو بل مهم شی چې د يادونې وړ دی دا دی چې ډاکټر قايم د کرنې وزارت له نورو پياوړو کدرونو سره په ګډه د مديريت د بدلون لپاره پروپوزل جوړ کړ،  چې وروسته د سل ميليونه ډالرو په ارزښت د يوې پروژې په توګه عملي شو، ددغې پروژې له برکته د کرنې وزارت په جوړښت، وړتيا، فعاليت او اغېزناکتوب کې لوی بدلونونه راغلل.

دغه راز ښاغلي قايم د پلان، پاليسي او د پروژو د همغږۍ د رييس په توګه وکولای شول چې د پلان جوړولو او د پروژ د پلي کولو بهير ساده او اغېزناک کړي، پر دې سربېره دده د مديريت په وخت کې بېلابېلې پاليسۍ او قوانين جوړ شول چې له دې ډلې څخه د مرغداري پاليسي، د افت وژونکو قانون او د قرنطين قانون يادولای شو.

او وروستی دا چې د ښاغلي قايم د رياست پر مهال د افغانستان د ځمکو د سطحې نقشه جوړه شوه.